IQNA

مسعود پزشکیان؛

حسینی اربعین د حق غواړي فرهنګ  د پراختیا لپاره یو فرصت دی

14:13 - August 05, 2024
د خبر لمبر: 3489642
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د حسیني اربعیّن  د مرکزی کمیټې په غونډې کې روښانه کړه ، باید په خلکو کې دا نظر رابرسیره کړو چې  مونږ د مسلمان او د امام حسین(ع) د شیعه په توګه په حق غوښتنې پسې یوو او اربعین د حق غوښتې ، عدالت غوښتې او انصاف غوښتې کلتور او چغه پراخولی شي.

ایکنانیوز د ولسمشرۍ  د ماڼۍ د اطلاع  رسونې  د ادارې له قوله راپور راکوي، د اسلامی ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د زمری د میاشتې په ۱۳نیټه،د حسینی اربعین د مرکزي کمیټې په غونډې کې  چې د د غړو   ادارو د مشرانو او نمایندګانو په شتون سره ترسره شوه،د هغو ترسره شوو اقداماتو څخه چې  مختلفو ادارو په دغې ناستې کې وړاندې کړل، ډاډ څرګند کړاو ستاینه ئې وکړه.

ډاکټر پزشکیان  له کوم مشکل پرته د حسینی اربعیّن د لاریون ترسره کیدا او د زیارتوالو د آسانتیاؤ د سببونو د برابرولو لپاره  هڅه ضروري وبلله او  په دې زمینې کې ئې پخپلو ژمتیاؤ باندې په عمل کې د  اورګانونو د دندې دترسره کولو په ضرورت په ټينګار سره  ووئيل،ټوله اړونده اورګانونه او څانګې چې دحسینی اربعیّن د پلی لاریون او دستورو په ترسره کولو ګډؤن کوي،دنده لري  خپلې ژمنې په لا ښه او ممکن  انداز سره اجرا کړي  او زیارتوالو  د خپګان  په باب هیڅ توجیه د منلو وړ نه دی.

پزشکیان دغه راز د حضرت اباعبدالله الحسین (ع) د زیارتوالو د رضایت د ترلاسه کولو په اهمیّت  په ټينګار سره  روښانه کړه،  د خلکو او درستو زیارتوالو رضایت ترلاسه کول د  اړونده او مسئولو ټولو اورګانونو اصلی لومړیتوب دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  پخپلې وینا کې زیارتوالو ته دخدماتو د وړاندې کونکی کمی او کیفيت د لوړتیا په باب د ایران د اسلامی جمهوریت د  اربعین له کمیټې سره  دغږملتیا د رامینځةکولو په باب دعراق دحکومت په قدرونې سره  ووئيل، باید هڅه وکړو چې د حسینی اربعین د پلی لاریون دترسره کیدا په ډګر کې کارونه  په بشپړ ډول  د خلکو په وسیله ترسره شي او هرچرته چې لازمه شوه ،حکومتی او حاکمیتي  برخې د ولسی اقداماتو ملاتړ او پشتیباني وکړي ،البته د کار مدیریّت باید خلکو ته وسپارل شي.

ولسمشر  دخپلو خبرو په پاي کې  په دې په ټينګار سره چې ددغه لویو او نړیوالو دستورو په ترسره کیدا کې ټوله هڅې باید  دحسینی او عاشورائي نظر لرونکي چورلیز سره ترسره شي ، ووئيل، باید هڅه وکړو، د حضرت امام حسین علیه السلام پر پاڅون واکمن کړچار چې  حق غوښته او عدالت غوښته وه ،  لازیاته رابرسیره کړو.

 د  ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له وینا مخکې د ایران د پوله ایزو ولایتونو والیانو او نورو اړونده  مسئولو ادارو  نمایندګانو د حسینی اربعین د دستورو په لاښه انداز سره  دترسره کیدا په اړه راپورونه وړاندې کړل.

همداراز وټاکل شوه چې  دغه  اورګانونه  او ادارې د خپلو فعالیتونو دوامدار راپور ولسمشر په خدمت کې ولیږدوي.

https://iqna.ir/fa/news/4229871

captcha